اسلام آباد 21 جون(اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د مذهبي چارو وزارت ته امركړې چې په راتلونكي حج كښې حجيانو له هر ډول ممكنه آسانۍ وركولو لپاره دې غوره انتظامات وكړې شي٬ دا خبره باوري كړئ چې سږ كال حاجيانو ته د حج په موقع هېڅ ستونزې ورپېښې نشي۔اولس مشر دا خبرې د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد یوسف سره ملاقات كښې كړې چا چې د نهې …
راتلونكي حج كښې حجيانو له هر ډول آسانۍ وركولو لپاره دې غوره انتظامات وكړې شي ۔ اولس مشر ممنون حسېن

مزید خبریں
اسلام آباد 21 جون(اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د مذهبي چارو وزارت ته امركړې چې په راتلونكي حج كښې حجيانو له هر ډول ممكنه آسانۍ وركولو لپاره دې غوره انتظامات وكړې شي٬ دا خبره باوري كړئ چې سږ كال حاجيانو ته د حج په موقع هېڅ ستونزې ورپېښې نشي۔اولس مشر دا خبرې د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد یوسف سره ملاقات كښې كړې چا چې د نهې په ورځ ايوان صدر كښې ده سره ملاقات كولو۔اولس مشر وفاقي وزير ته ووئيل د حج په موقع دې حاجيانو له د استوګنې مناسب انتظام٬ ټرانسپورټ او د ميډيكل آسانۍ وركړې شي۔ده ووئيل دا خبره دې هم باوري كړې شي چې سږ كال د حج په موقع د پي آئي اے پروازونه د شېډول له مخې وچلولې شي دغسې چې حاجيان د مزل ستونزو سره مخ نشي










