اسلام آباد 19 جون(اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال سره د انټرنېشنل ډيپارټمنټ آف دي كميونسټ پارټۍ آف چائنا وياند او انفارمېشن و كميونيكيشن بيورو ډائرېكټر جنرل هو ژاؤ منګ په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ د اعلٰی كچ چينائي پلاوي ملاقات كړے۔۔په اسلام آباد كښې د چين سفارتخانې سفارتكار چې پكښې ډپټی چیف آف مشن شی یوآن چیانګ او اتاشی ژانګ …
د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال سره د اعلٰی كچ چينائي پلاوي ملاقات
اسلام آباد 19 جون(اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال سره د انټرنېشنل ډيپارټمنټ آف دي كميونسټ پارټۍ آف چائنا وياند او انفارمېشن و كميونيكيشن بيورو ډائرېكټر جنرل هو ژاؤ منګ په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ د اعلٰی كچ چينائي پلاوي ملاقات كړے۔۔په اسلام آباد كښې د چين سفارتخانې سفارتكار چې پكښې ډپټی چیف آف مشن شی یوآن چیانګ او اتاشی ژانګ ډوو شامل وو٬ هم ملاقات كښې ګډون كولو۔د ملاقات مقصد د چين-پاكستان اقتصادي راهدارۍ دوهم پړاؤ كښې مرستې ته وده وركول او ميډيا٬فنون او كلتور په څانګو كښې د همكارۍ د نوو امكانات لټون كول وو۔دا ملاقات د سي پیك سينټر كښې شوے او د دې محور جولائي كښې د كېدونكې 14م جوائنټ كوآرډينېشن كمېټۍ(جے سي سي)غونډې تيارو جاج اخستل هم وو۔په دې موقع وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د پاكستان ځوانانو كښې د تنقيدي سوچ او جدت ته ودې وركولو په اهميت زور راوړو او په دې لړ كښې د چين پرمختګ د مثال په توګه وړاندې كړے شو چا چې اولسي باور د قامي پرمختيائي اهداف سره هم سم كړے۔ده د چين په پرله پسې ملاتړ مننه كولو سره ووئيل اولسي روابط او د ميډيا تبادله دوه اړخيزه اړيكو لا ښه كولو كښې كليدي كردار ادا كولې شي۔وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل راتلونكې جے سي سي غونډه به د سي پېك په تاريخ كښې يو سنګ ميل ثابته شي كومې لپاره چې د وركنګ ډلو په كچه تيارۍ په بشپړه ډول روانې دي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ هم په غونډه كښې ګډون وكړو او خبريالانو او په سوشل ميډيا اثر لرونكو كسانو لپاره يې د يو ډيجيټل ايكسچېنج پروګرام پیل كولو تجويز وركړو دغسې چې د دواړو هېوادونو اولس يو بل په ښه توګه وپیژني او سي پېك په اړه غلط فهمو ازاله وكړې شي۔په دې موقع د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال اعلٰی كچ چينائي پلاوي په درناوي كښې د ماسپخښين مېلمستيا هم وركړه












