د بلوجستان وزيراعلٰی سره د ناروے لنډ مهاله سفير ملاقات

كوئټه 19 جون(اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي سره د ناروے لنډ مهاله سفير او منسټر كاؤنسلر تهامس سمیکوپ ډاہل د زيارت په ورځ چيف منسټر سيكرټرېټ كښې ملاقات كړے۔په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو٬صوبه كښې د ګورننس ښه والي٬پرمختيائي عمل او بشري خېرښېګړې په پروژو تفصيلي خبرې شوي ۔په دې موقع د بلوچستان وزيراعلٰی سفير ته په صوبه كښې د ګورننس نظام كښې ښه والې٬سپيځلتيا٬ميرټ او قانون حكمرانۍ ته د ودې وركولو لپاره د پورته كړے شوو اقدامات په اړه ووئېل ۔په ملاقات كښې د اولس خېرښېګړی په پروژو هم تفصيلي خبرې وشوې چې پكښې بشري وسائل پرمختګ٬معياري تعليم او د روغتيا څانګې شامل دي۔دواړو ډلو دې څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته پراختيا وركولو ته هم اتفاق وكړو