
كوئټه۔ 19 جون (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخيل د بنګله دېشن هائي كمشنر سره ليدلي دي ۔ په دې موقع ګورنر جعفرخان مندوخېل ووئيل د دواړو هېودونو ترمېنځه ژورې او په زړه پورې اړيكې قائم دي خو په بدلېدونكې وضعه او د جديد ضرورتونو له مخئ خپلې دوه اړخَيزه اړيكو ته په نورو څانګو كښې پراختيا وركولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل مونږ د يو بل د تجربو څخه استفاده كولې شوو۔ د ملاقات په مهال د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔