د سمندري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري سره د ازبك سفير ملاقات

اسلام آباد 19 جون(اے پي پي)د پاكستان او ازبكستان سمندري مرستې ته وده وركول او بليو اكانومي٬ګرين شپنګ او مينځنۍ آسيا بحيره عرب سره تړلو له د تجارتي ډهانچې جوړولو لپاره يو مشتركه وركنګ ګروپ جوړولو له اتفاق كړے ۔دا پېشرفت د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري او په پاكستان كښې د ازبكستان سفير ترمينځه د لوړی كچې ملاقات په مهال رامخې ته شوے۔دا خبره د سمندري چارو وزارت لخوا په جاري خبر پاڼه كښې وشوه ۔د ملاقات په مهال د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه