د پاكستان د معيشت استحكام او د ترقۍ سفر پېل كول د معاشي ډلې د محنت نتيجه ده۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د نړيوال بانك موده ترسره كونكي كنټري ډائرېكټر ناجي بن حسائن سره خبرې

اسلام آباد 19 جون(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د پاكستان د معيشت استحكام او د ترقۍ سفر پېل كول د معاشي ډلې د محنت نتيجه ده٬په پاكستان كښې د نړيوال بانك لخوا كنټري پارټنرشپ فريم ورك لپاره د پاكستان چارواكو سره په مرسته او محنت به د موده ترسره كونكې كنټري ډائرېكټر ناجي بن حسائن كردار تل په ښه ټكو يادولې شي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا …

اسلام آباد 19 جون(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د پاكستان د معيشت استحكام او د ترقۍ سفر پېل كول د معاشي ډلې د محنت نتيجه ده٬په پاكستان كښې د نړيوال بانك لخوا كنټري پارټنرشپ فريم ورك لپاره د پاكستان چارواكو سره په مرسته او محنت به د موده ترسره كونكې كنټري ډائرېكټر ناجي بن حسائن كردار تل په ښه ټكو يادولې شي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم پاكستان كښې د نړيوال بانك موده ترسره كونكې كنټري ډائرېكټر ناجي بن حسائن سره كړې چا چې د زيارت په ورځ ده سره د مخه ښې ملاقات وكړو ۔وزيراعظم ووئېل د پاكستان او ورلډ بانك ترمينځه شراكتدارۍ لا قوي كولو لپاره تاسو خپل كردار ادا كړے په كوم چې ستاسو مننه كوو٬ دغسې دكال 2022 سېلاب په مهال تاسو د ځپليو پاكستانيانو مرستې او بحالۍ لپاره شپه ورځ كار كړے۔ده ووئيل د پاكستان د معيشت استحكام او د ترقۍ سفر پېل د معاشي ډلې د محنت نتيجه ده۔وزيراعظم ووئيل تاسو چې د نړۍ په كومه هم برخه كښې خپل خذمات ترسره كوۍ٬پاكستان او اولس به ستاسو د پاكستان لپاره خذمات تل ياد ساتي۔وزيراعظم ناجي بن حسائن لپاره د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه او د هغه صحت او ترقۍ لپاره يې دعا وكړه۔ناجي بن حسائن ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د پاكستان معيشت كښې انقلابي بدلون٬استحكام او د ترقۍ سفر شروعات د ستائنې وړ دي۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د پاكستان معاشي ډلې پاكستان د ډيفالټ خطرو څخه ساتلو سره داستحكام په لاره روان كړے٬ وزيراعظم شهباز شريف محنتي دے چې د ستونزو باوجود يې د پاكستان معيشت بچ كړے٬ده ووئېل پاكستان موجوده معاشي ډلې د پاكستان معيشت په كمال د استحكام نه پس د پرمختګ په لار روان كړے۔په ملاقات كښې د ورلډ بانك پاكستان كښې منيجر آپریشنز ګیلئیس ډراګیلس نه علاوه نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار٬وفاقي وزيران احد خان چيمه٬محمد اورنګزيب او اړوند اعلٰی چارواكي هم موجود وو

مزید خبریں