جناح ميډيكل كمپليكس به د ټولې منطقې لپاره د غوره طبي آسانيو او جديد ترين طبي تحقيق له ښه روغتون وي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف

اسلام آباد 19 جون(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي جناح ميډيكل كمپليكس به د ټولې منطقې لپاره د غوره طبي آسانيو او جديد ترين طبي تحقيق لپاره ښه روغتون وي۔د پروژې په تر سره كولو كښې دې 100 فيصده سپيځلتيا باوري كړی شي۔ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ جناح ميډيكل كمپليكس اينډ ريسرچ سينټر …

اسلام آباد 19 جون(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي جناح ميډيكل كمپليكس به د ټولې منطقې لپاره د غوره طبي آسانيو او جديد ترين طبي تحقيق لپاره ښه روغتون وي۔د پروژې په تر سره كولو كښې دې 100 فيصده سپيځلتيا باوري كړی شي۔ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ جناح ميډيكل كمپليكس اينډ ريسرچ سينټر په اړه د جاج اغستو غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه ۔په غونډه كښې د جناح ميډيكل كمپليكس اينډ ريسرچ سينټر جژړولو په اړه بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم ته ووئيل شول جناح ميډيكل كمپليكس په اړه چين٬تركيه٬ سوئېلي كوريا او سنګاپور كښې روډ شوز شوي ٬په دې روډ شوز كښې د نړيوال شهرت لرونكو كمپنو په جناح ميډيكل كمپليكس كښې خوښي لرلې ده ٬د جناح ميډيكل كمپليكس جوړولو په اړه دوه كنفرنسونه هم شوي كومو كښې چې د 10 هېوادونو 33 كمپنو ګډون كړے٬ د جناح ميډيكل كمپليكس تعمير لپاره د 600 كناله زمكې اغستو عمل په تندۍ سره روان دے٬د پوهانو٬كنسلټنټس تعيناتۍ لپاره په نړيواله كچه اشتهار وركړے شوے ٬په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال٬د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ٬د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه٬د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی كمال٬د پاكستان كډني اينډ ليور انسټي ټيوټ چيئرمېن پروفيسر ډاكټر سعيد اختر او اړوندو اعلٰی سركاري افسرانو ګډون وكړو۔

مزید خبریں