د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د ازبك خارجه وزير سره ټېلې فوني تماس٬ د او آئې سي د خارجه وزيرانو كونسل غونډې په ايجنډا خبرې

اسلام آباد۔19 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د ازبكستان خارجه وزير بختيار سېدوف سره په ټېلې فون خبرې كړې دي ۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر نه جاري بيان تر مخه دواړو لارښودو د شرېكې خوښې په دوه اړخيزه او سيمه ايزو چارو خبرې اترې وكړې۔ دوي د 21 نه تر 22 جون په استنبول كښې د تابيا شوي او آئې سي د خارجه وزيرانو كونسل د غونډې په ايجنډا هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ دغسې دواړو لاړښودو د او آئې سي خارجه وزيرانو د كونسل غونډې په موقع ملاقات كولو ته هم اتفاق وكړو۔