
اسلاآباد ۔19 جون(اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري سره په سېنېټ كشې د پيپلز پارټي پارلماني لارښودې سېنېټر شېري رحمان په ايوان صدر كښې ملاقات كړے ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ نه جاري بيان تر مخه صدر مملكت په دې مهال خپلو خبرو كښې د آلېشن جوائنټ كمېټۍ د فعاله سفارتي هلو ځلو ستائنه وكړه او په نړيواله كچه يې د پاكستان موقف په موثر ډول وړاندې كولو د ډلې د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ د ملاقات په مهال د وړاندې كړي بجټ په اړه هم خبرې وشوې۔ سېنېټر شېري رحمان صدر مملكت سېنېټ كښې په بجټ د شوي بحث او د قانون سازۍ په عمل كښې د پيپلز پارټي د موثر كردار نه خبر كړو ۔ هغې صدر مملكت د هند پاكستان اوسني بحران په مهال د آلېشن جوائنټ كمېټۍ د اړخه د سفارتي هلو ځلو نه هم خبر كړو ۔ سېنېټر شېري رحمان صدر مملكت ته ووئېل كمېټۍ د پاكستان امن خوښے ذمه وار اسټرېټجك موقف د ڼړۍ په وړاندې كېښودو۔هغې ووئېل كمېټۍ په نړيواله كچه د پاكستان موقف له ملاتړ تر لاسه كولو كښې مهم كردار ادا كړو۔ سېنېټر شېري رحمان ووئېل په كمېټي او د هغې په مشر بلاول بهټو زرداري په زړه پورې باور كولو او په مرسته د صدر مملكت او وزيراعظم مننه كوو۔