وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ د قانوني تعليم معيار برقرار ساتلو لپاره د حكومتي عزم پخلے وكړو

اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ د شورو په ورځ د ليګل ايجوکيشن کمېټي چيئرمېن قلب حسن شاه او د ليګل ايجوکيشن پاکستان ډائريکټر بيرسټر اسامه ملك سره د لوړې كچې غوندې مشري كړې٬ په دې موقع د يونيورسټي آف لندن د انډر ګريجويټ لاز ډين پيټريشيا مېك کيلر هم موجود وه۔ د غونډې اېجنډا كښې د قانوني تعليم معيار زياتولو٬ نافذ كولو او په خاص توګه د بهرني قانون پروګرام وړاندې كوٶنكو ادارو پلو پام ګرځول وٶ۔ په دې موقع وفاقي وزير په پاکستان كښې د قانوني تعليم تقدس برقرار ساتلو لپاره د حكومت د عزم پخلے وكړو۔ ده ووئيل مونږ به د قانوني وظيفې عزت ته د زيان رسوٶنكو اقدامات پشمول د ډګرو خرڅولو٬ اوپن بك فارميټس او په اسائنمنټ اډانه نظام اجازه نه وركوٶ ٬ په تېرو دوو كالو كښې ليګل ايجوکيشن کميټۍ او د ډائريکټوريټ آف ليګل ايجوکيشن نزدې 50 داسې ادارې بندې كړې دي كومې چې په ټاكلي معيار عمل كولو كښې پاتې راغلې دي٬ د نوو ضوابطو له مخې د پاکستان بار کونسل د باضابطه منظورۍ نه غېر به يو كالج ته د بهرنو قانوني پروګرامونو سره د الحاق اجازه نه وي۔ د قانون وزير ټولو شراكتدارو ادارو ته د تعليم راتلونكي سېشن پېل څخه وړاندې په سمدستي توګه د كاروائې كولو باور وركړو۔ په دې موقع د يونيورسټي آف لندن د انډر ګريجويټ لاز ډين پيټريشيا مېك کيلر٬ ليګل ايجوکيشن کمېټي چيئرمېن قلب حسن شاه او د ليګل ايجوکيشن پاکستان ډائريکټر بيرسټر اوسامه ملك هم وېنا وكړه