كركې ٬تعصب و تنګ نظرۍ له به په هر ډِګر ماتې وركول وي ٬ مريم نواز

لاهور۔18ي جون (اے پي پي) د بنجاب اعلې وزيرې مريم نواز شريف وئېلې دي كركې٬ تعصب او تنګ نظرۍ له به به هر ډګر ماتې وركول وي ٬ په 18 جون د كركې خپرونكو وېناګانو مخ نيوي ورځ نمانځلو په موقع خپل پېغام كښې دې ووئېل د كركې خپرونكې وېناګانې زهر په ټولنه كښې تقسيم ٬ اړے ګړے او تشدد رامخې ته كوي او دغه وېناګانې په كوم يو كس بريد نه بلكې د ټول انسانيت په ضمير وار وي۔ دې اسلام فوبيا د كركې لرونكو رويو تر ټولو لوئي او خطرناك شكل ګرځولو سره ووئېل د مسلمانانو شناخت ٬ جماعتونه او كورونه د كركې په توګه په نخښه كړے كېږي ۔ مريم نواز شريف ووئېل د كركې روش د نړيوال امن لپاره يوه مستقل خطره ده او نړيوالې ورورولۍ له د رائے د اظهار په نوم د كركې خپرونكو موثره محاسبه به كول وي۔ دې واضحه كړه په پاكستان كښې به چا ته هم د كركې تخم كرلو اجازه ورنه كرې شي۔ د پنجاب اعلې وزيرې هيله ولرله چې په ګران هېواد كښې به مينې ٬ برداشت او د ټولو احترام ته وده وركولې شي دغسې چې يوه امناكه او متحد ټولنه تشكيل كړې شي۔