اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د پاکستان مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړي ملك ابرار وئيلي دي د پنجاب واكمنو ښه بجټ وړاندې كړے٬ د خزانې وفاقي وزير ته اپيل كوٶ چې په سولر پېنلز لګېدونكے 18 فيصده ټيكس دې بېرته واخلي۔ د شورو په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې ملك ابرار ووئيل زه د حكومت برخې باوجود اولسي ګټې له د خزانې وزير ته دا اپيل كوم چې په سولر پېنلز ګلولے شوے ټېكس بېرته واخلي دغسې چې غريب اولس ته ريليف وركړے شي٬ ده ووئېل ما دا خبره په ايوان كښې هم كړې۔ ده ووئيل د پنجاب واكمنو ښه بجټ وړاندې كړے ٬ په دې د پنجاب وزيراعليٰ مريم نواز ته پېرزونئ وړاندې كوم۔