اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د خوراكي توكو په خاص توګه د چينو د شتون جاج واغستلے شو۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د شورو په ورځ د جاري بيان له مخې په غونده كښې د نيشنل فوډ سکيورټي وزير، د وزيراعظم خاص مرستيال اېم طارق باجوه، د صنعت او پېداوار سيکرټري، د اېف بي آر …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه٬ د خوراكي توكو د شتون جاج واغستلے شو
اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د خوراكي توكو په خاص توګه د چينو د شتون جاج واغستلے شو۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د شورو په ورځ د جاري بيان له مخې په غونده كښې د نيشنل فوډ سکيورټي وزير، د وزيراعظم خاص مرستيال اېم طارق باجوه، د صنعت او پېداوار سيکرټري، د اېف بي آر غړو، د اېف آئي اے ډي جي سره سره د پاكستان شوګر ملز اېسوسي اېشن او د صوبائي څانګو نمائندګانو ګډون وكړو۔ نائب وزيراعظم اړوندو چارواكو ته امر وكړو چې وګړو ته دې په مناسب بيعه خوراكي توكې رسولو له د حكومت په پاليسو بشپړ عملدرامد وكړي۔ ده ووئيل حکومت به د ذخيره اندوزۍ، د خوراكي توكو كمي او د زياتې بيعې اغستونكو په ضد سخته كاروائي كوي












