په ايران كښې د ګېرو شوو پاكستانيانو وړومبے خصوصي پرواز د اشك آباد نه اسلام آباد ته راورسېد٬ پي آئې اے

اسلام آباد۔18 جون(اے پي پي) د پي آئې اے وړومبے خصوصي پرواز په ايران كښې د ګېرو شوو 107 پاكستانيانو سره د اشك آباد نه اسلام آباد ته رارسېدلے دے ۔د پي آئې اے وياند عبدالله حفيظ ترمخه د اريان فضائي حدود بندېدو په سبب په ايران كښې موجود پاكستانيان د زمكيزې لارې د تركمانستان ښار اشك آباد ته رسېدلې وو۔ په دې عمل كښې په ايران او تركمانستان كښې د پاكستان سفاخانو مهم كردار تر سره كړو۔وياند ووئېل د قامي ايئر لائن دا خصوصي پرواز 9552 د حكومت په امر روان كړے شوے ؤ۔ هېواد ته راغلو وګرو د حكومت دا په وخت اقدام وستائېلو۔ وياند ووئېل په سخت وخت كښې د هېواد ګتې په خاطر د قامي ايئر لائن خپل خدمات وړاندې كول زمونږ د لسيزو نه د راروان روايت تسلسل دے۔