د برتانيه د خارجه وزير د نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار سره ټېلي فوني خبرې

اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د برتانيه د خارجه وزير ډيوډ ليمي د نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار سره د نهې په ورځ ټېلي فوني خبرې كړې۔ د خارجه دفتر له مخې په دې موقع دواړو مشرانو د سيمه ايزې سلامتيا په تندۍ سره په خرابېدونكي صورتحال تشويش څرګندونه وكړه۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير په ايران د اسرائيل د بې دليله بريد څخه په منطقه او د دې نه بهر امن او استحكام ته په رامخې ته خطرو رڼا واچوله۔ دواړو مشرانو تاٶ تريخوالې كمولو او د دې د لا زياتېدو د مخنيوي په ضرورت زور راوړو