اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د نهې په ورځ د پاکستان او متحده عرب امارات د مشترکه وزارتي کميشن 12مې غونډې لپاره د دوېمې بېن الوزارتي غونډې مشري كړې كومه چې به په راتلونكې اوونۍ كښې په ابوظهبي كښې كېږي۔ د خارجه دفتر له مخې په غونډه كښې د نائب وزيراعظم نه علاوه خاص مرستيال٬ د خارجه چارو وزارت٬ د …
نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاك-يو اے اي د مشترکه وزارتي کميشن چمتوالي نيولو لپاره بېن الوزارتي غونډه
اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د نهې په ورځ د پاکستان او متحده عرب امارات د مشترکه وزارتي کميشن 12مې غونډې لپاره د دوېمې بېن الوزارتي غونډې مشري كړې كومه چې به په راتلونكې اوونۍ كښې په ابوظهبي كښې كېږي۔ د خارجه دفتر له مخې په غونډه كښې د نائب وزيراعظم نه علاوه خاص مرستيال٬ د خارجه چارو وزارت٬ د اقتصادي چارو، داخله چارو، د كلتور، ريلوے، کامرس، آئي ټي، نجکاري، خوراك، انرژۍ، موسمياتي بدلون، هوا بازي، تعليم، سائنس او ټيکنالوجۍ، صحت، بين الصوبائي رابطه، برېښنا او د پټروليم وزارتونو چارواكو نه سره د اېس آئي اېف سي او د سټيټ بېنك لوړ پورو ګډون وكړو ۔ په غونډه كښې په بېلا بېلو څانګو كښې د پاك- يو اے اي په دوه اړخيزه مرسته د پېشرفت جاج واخستلے شو او د دواړو هېوادونو ترمېنځه سرمايه كاري زياتولو په موقعو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع نائب وزيراعظم اسحق ډار د متحده عرب امارات سره د اقتصادي او تجارتي اړيكو د لا پراختيا په اهميت زور راوړو












