په وفاقي بجټ كښې غريبانانو لپاره محدود اسانۍ برابرې شوي۔ سينيټر وقار مهدي

اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ سينيټر وقار مهدي وئيلي دي په وفاقي بجټ كښې غريبانانو لپاره محدود اسانۍ برابر شوي دي٬ حكومت اولس ته د راحت وركولو په ځاے په بجټ كښې ګرانۍ راوستلو او معاشي فشار پلو روان دے۔ د نهې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې په بجټ 26-2025 بجټ بحث كښې ده ووئيل په تنخواګانو كښې لس فيصده او پېشن كښې …

اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ سينيټر وقار مهدي وئيلي دي په وفاقي بجټ كښې غريبانانو لپاره محدود اسانۍ برابر شوي دي٬ حكومت اولس ته د راحت وركولو په ځاے په بجټ كښې ګرانۍ راوستلو او معاشي فشار پلو روان دے۔ د نهې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې په بجټ 26-2025 بجټ بحث كښې ده ووئيل په تنخواګانو كښې لس فيصده او پېشن كښې 7 فيصده اضافه اوسنۍ معاشي وضعه سره سمون نه خوري۔ سينيټر وقار مهدي دا اقدام بې وزله اولس سره زياتے ګرځولو سره ووئيل په وفاقي بجټ كښې غريبانانو لپاره محدود اسانۍ برابرې شوې دي٬ ده ووئېل بلخوا د اولسي نمائندګانو او د پارلمان غړو په تنخاګانو كښې 500 فيصده اضافه شوې كومه چې تضاد او د ناانصافۍ بدترين مثال دے۔ ده تجويز وركړو چې د خزانې وزير له لږ تر لږه يوه ورځ د اولس سره تېرول پكار ده دغسې چې ھغه ته دا اندازه اوشي چې عام وګړي څومره ستونزو سره مخ دي ۔ ده د حكومت نه غوښتنه وكړه چې بجټ كښې حقيقي اولسي ريليف ته پام لرنه وكړي او د شتمندو او بې وزله كسانو ترمېنځه د زيات شوي فرق خاتمې لپاره عملي اقدامات وكړي۔

مزید خبریں