
اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د پاکستان مسلم ليګ سينيټر سعديه عباسي وئېلي دي اېف بي آر له د سوداګرو د ګرفتارۍ اختيار وركول سم نه دي٬ دې سره به په كاروباري ورورولۍ كښې ېره او بې يقيني زياته شي۔ د نهې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د كال 26-2025 په بجټ بحث كښې سينيټر سعديه عباسي ووئيل د پاكستان بجټ د اولس د ضرورتونو په ځاے يوازې د نړيوالې مالياتي ادارې ګټې شا وخوا ګرځي، د آئي اېم اېف كار يوازې ټېكس لګول دي ھغوي اولسي خېرښګړې او قامي پرمختګ سره هېڅ نه لري۔ دې په بجټ كښې بېل كړي فنډز ته هم كوټه ونيوله ۔ دې غوښتنه وكړه چې حكومت دې په بجټ نظرثاني وكړي٬ غېر ضروري خرڅونه دې كم كړي او د اولس په مفادو كښې دې پاليسي سازۍ ته پام لرنه وكړي