اسلام آباد۔17جون(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي په ډھانچه جاتي اصلاحات په تلپاتې بنيادونو عملدرآمد كولې شي٬ د امريكائي ټېرف په حقله پاكستان مسابقتي ماركيټ دے٬ په بجټ كښې پنشن لپاره د فنډز حجم يو ټريلين روپۍ څخه زيات شوے دے كوم چې پرمختيائي بجټ څخه زيات دے۔ د نهې په ورځ د سکیورټیز اېنډ اېکسچېنج کمېشن آف پاکستان تر اهتمام لاندې دستورې ته خپل …
په ډھانچه جاتي اصلاحات په تلپاتې بنيادونو عملدرآمد كولې شي ٬ په بجټ كښې پنشن لپاره د فنډز حجم يو ټريلين روپو څخه زيات شوے : د خزانې وزير اورنګزيب
اسلام آباد۔17جون(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي په ډھانچه جاتي اصلاحات په تلپاتې بنيادونو عملدرآمد كولې شي٬ د امريكائي ټېرف په حقله پاكستان مسابقتي ماركيټ دے٬ په بجټ كښې پنشن لپاره د فنډز حجم يو ټريلين روپۍ څخه زيات شوے دے كوم چې پرمختيائي بجټ څخه زيات دے۔ د نهې په ورځ د سکیورټیز اېنډ اېکسچېنج کمېشن آف پاکستان تر اهتمام لاندې دستورې ته خپل خطاب كښې د خزانې وزير ووئيل په منطقه كښې د تاؤتريخوالي صورتحال او په هېواد د دې د ممكنه اغېزو حوالې سره اقدامات كولې شي٬ تېره ورځ په دې اړه ټولو همكارانو سره ګټورې خبرې شوي۔ ده ووئيل تېره شپه زما د امريكې د تجارت وزير سره خبرې وشوې٬ دواړه هېوادونه په مثبت لوري ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل د امريكائي ټېرف حوالې سره پاكستان يو مسابقتي ماركيټ دے٬ دواړه هېوادونه تزويراتي همكاران دي۔ د خزانې وزير ووئيل په ډھانچه جاتي اصلاحات په تلپاتې بنيادونو عملدرآمد كولې شي۔ ده ووئيل سرکاری خرڅونو كښې كميے او د پورونو منظم كولو له هم ګامونه پورته كولې شي٬ د پنشن په شمول په نورو څانګو كښې د اصلاحات عمل روان دے او مونږ له به ددې مخ په وړاندې بوتلل وي۔ په بجټ كښې پنشن لپاره د فنډز حجم يو ټريلين روپو څخه زيات شوے دے كوم چې پرمختيائي بجټ څخه زيات دے۔ ده ووئيل مونږ له به نورو څانګو لپاره وسائل باوري كول وي۔ ده ووئيل په بجټ كښې د 10 ملين روپو څخه په زيات پنشن د 5 فيصد ټېكس تجويز وركړے شوے۔ ده ووئيل د پبلک پرائیوټ پارټنرشپ او پنشن کنټری بیوشن حوالې سره پرله پسې د سندھ او خېبر پښتونخوا تجربو څخه بايد ګټه پورته كړې شي۔ د خزانې وزير ووئيل ټېرف اصلاحات بنیادی بدلونونه دي دې سره به ځينې صنعتونه اغېزمند شي دې لپاره وزيراعظم كمېټي جوړه كړې په كومه كښې چې ټول اړوند همكاران شامل دي۔ كمېټي به د بدلونو په عمل كښې مرسته كوي۔












