
اسلام آباد۔17جون(اے پی پی) په تندۍ سره بدلېدونكے سيمه ايز صورتحال او په منځني ختيز كښې په تاؤ تريخوالي كښې غېر معمولي زياتوالے او په خاص توګه د اسرائيل لخوا روان پوځي جارحيت د الجزائر، بحرین، برونائی دارالسلام، چاډ، کوموروس، جبوتی، مصر، عراق، اردن، کویت، لیبیا، موریطانیه، پاکستان، قطر، سعودی عرب، صومالیه، سوډان، ترکیه، اومان او متحدہ عرب امارات خارجه وزيرانو په يو ګډ بيان كښی په اسلامي جمهوريه ايران د اسرائيل بريدونو او د داسې كوم هم اقدام كوم كښې چې د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د چارټر د مقصد او اصولو خلاف ورزي وي ٬ ښكاره غندنه وكړه۔ د نهې په ورځ د پاكستان د خارجه دفتر له مخې خارجه وزيرانو د رياستونو خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا سره سره د ښې ګاونډګيرۍ په اصولو د عمل كولو او د شخړو په سوله ايز ډول د هواري كولو په حاجت زور راوړو۔ دوئي ووئيل د ایران په ضد د اسرائيلي مخاصمت د مخنيوي ضرورت دے كوم چې په منځني ختيز كښې د زيات شوي تاؤ تريخوالي په صورت كښی رامخې ته شوے دے۔ د تاؤ تريخوالي په دې خطرناكه وضعه د خيالاتو څرګندونې كولو سره دوئي ووئيل دې سره په ګرده سيمه كښې په امن او استحكام د سنګينو اغېزو پرېوتو اندېښنه ده په داسې حال كښې يوې بشپړې جنګ بندۍ او د امن بحالۍ له كار كولو ته اړتيا ده۔ خارجه وزيرانو ووئيل فوري ضرورت د دې خبرې دے چې د منځني ختيز سيمه جوهري وسلو او په لويه كچه تباهي خپرونكو نورو وسلو څخه پاكه كړې شي۔ دوئي ووئيل د اتومي توان نړيوالې ايجنسۍ (آئی اے ای اے) اړوندو قراردادونو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل پرېكړو له مخې جوهری تنصیبات په نخښه كولو څخه د ډډې كولو زيات ضرورت دے ولې چې داسې كارروايۍ د نړيوال قانون او د نړيوال بشري قانون په شمول د 1949 جنېوا كنونشنز خلاف ورزۍ دي۔ دوئي خپل ګډ بيان كښې ووئيل د ايران جوهري پروګرام په اړه تلپاتې لوظنامې ته رسېدو له د عمل وړ يوازينۍ تګلارې په توګه د خبرو اترو لارې ته بېرته راتلل ضروري دي۔ دوئي زياته كړه چې د نړيوال قانون د اړوندو قواعدو له مخې په نړيوالو آبي لارو كښې د نېوېګېشن آزادۍ تحفظ اهميت او میری ټائم سکیورټی ته زيان رسولو څخه ډډه كول ضروري ده ۔ د ګډ بيان له مخې سفارت کاری، خبرې اترې او د ښې ګاونډګيرۍ اصولو رعايت د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې په سيمه كښې د بحرانو د حل يوازينۍ د عمل لاره ده اودا چې پوځي كارروايۍ د روانو بحران تلپاتې حل كېدې نه شي۔