
اسلام آباد۔17جون(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی سېنېټر بشری انجم بټ ته په كامياب سفارتي مشن مباركي وركړې ده۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې په بجټ د بحث په مهال د سېنېټ چيئرمېن ووئيل سېنېټر بشری انجم بټ ته په كامياب امن مشن مباركي وركوم۔ سېنېټر بشری انجم بټ په توصيفي كلماتو د سېنېټ چيئرمېن مننه وكړه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې سېنېټر بشری انجم بټ د بلاول بھټو زرداري په مشرۍ كښې د بېلو هېوادونو دوره كوؤنكي پلاوي كښې شامله وه۔