
کوئټه۔ 17 جون (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل د یونیورسټی آف لورالائی رجسټرار ډاكټر نصيب اے لانګو په ترافيكي پېښه كښې په حق رسېدو د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ خپل بيان كښې ګورنر ووئيل چې ارواښاد ډاکټر نصیب اے لانګو نه يوازے دا چې يو ممتاز عالم دين ؤ بلكې يو شفيق استاذ هم ؤ۔ لورالائي پوهنتون لپاره د هغه د قدر خذمات به تر اوږدې مودې ياد ساتلې شي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔