د ګورنر فيصل كريم كنډي د باغ دوره ٬ د ايم ټي بي سي كيئر كلاؤډ كمپنۍ د منصوبو جاج يۍ واخست

باغ ۔17جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د آزاد جمو وكشمير باغ ښار كښې د اېم ټي بي سي كيئر كلاؤډ كمپنۍ مركزي دفتر دوره وكړه او د دې د بېلو منصوبو جاج يۍ واخست۔ د پيپلز ګوند د اے جے كے لارښود چوهدري رياض او د آئي وزير سردار ضياﺀ القمر هم ده سره ؤ۔ د نهې په ورځ د ګورنر آفس لخوا د …

باغ ۔17جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د آزاد جمو وكشمير باغ ښار كښې د اېم ټي بي سي كيئر كلاؤډ كمپنۍ مركزي دفتر دوره وكړه او د دې د بېلو منصوبو جاج يۍ واخست۔ د پيپلز ګوند د اے جے كے لارښود چوهدري رياض او د آئي وزير سردار ضياﺀ القمر هم ده سره ؤ۔ د نهې په ورځ د ګورنر آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې ګورنر د كمپنۍ د بېلو برخو دوره وكړه چرته چې ده ته د كمپنۍ د روانو او سباؤن بېلو منصوبو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ ګورنر په باغ كښې د نړيوال معيار كمپنۍ په جوړولو د ادارې انتظاميې ته د عقيدت پېروزئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل د وومن امپاورمنټ حوالې سره كمپني غوره كار كوي۔ ده د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات قلمبند كړل۔ د دورې په پايه كښې د اېم ټي بي انتظاميې ګورنر ته يادګاري شيلډ وړاندے كړو۔

مزید خبریں