پاكستان د نړيوال امن او سيمه ايز استحكام عزم لري٬بليو اكانومي كښې د سرمايه تر لاسه كولو٬د تجارت ودې او د تل پاتي او جامع پرمختګ موقعې موجود دي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف

اسلام آباد 16جون (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان د نړيوال امن او سيمه ايز استحكام عزم لري٬بليو اكانومي كښې د سرمائيه تر لاسه كولو ٬ د تجارت ودې او د تل پاتي او جامع پرمختګ موقعې موجود دي٬په هېواد كښې به د بليو اكانومي ودې لپاره ټولو اړوندو ډلو سره په ګډه هر ممكنه اقدامات كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د انټرنېشنل ميري ټائم ايكسپو اينډ كنفرنس سافټ لانچ دستورې ته خطاب په مهال كړې۔په دستوره كښې د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف هم ګډون وكړو ۔وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل د دې مهم كنفرنس په كولو كښې د سمندري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري او د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف شاندار قيادت د ستائنې وړ دے٬پاك بحريه قامي دفاع كښې مهم ستن ده٬كه هغه د كال 1965 آپريشن ؤ يا د هند اوسنے جارحيت٬پاك بحريه تل خپل جديد ډول چمتوالي او غېر متزلزل پيشه وره صلاحيت ثابت كړے۔ده ووئيل پاكستان نړيوال امن٬سيمه ايز استحكام او نړيوال اقدار عملدرآمد لپاره عزم لري كومه چې زمونږ د سمندري سفارتكارۍ لارښودنه كوي۔ده ووئيل اوسني امن مشقونو كښې 16 هېوادونو ګډون كړے٬ يو زر څخه زيات كلوميټر كوسټل لائن٬ درې مهم بندر ځايونه او سټرټيجك جغرافيه او د مهمې نړيوالې سمندري لارې له امله پاكستان منفرد مقام دے٬مونږ له د سمندري څانګې صلاحيتونو څخه بشپړه استفاده پكار ده٬بليو اكانومي د پاكستان معيشت وده كښې مهم مقام ترلاسه دے٬په دې كښې د سرمايه حصول٬د تجارت وده او تل پاتي او جامع پرمختګ موقعې موجود دي۔وزيراعظم ووئيل نړيواله بليو اكانومي په كهربونو ډالره مشتمل ده٬د پاكستان قامي پرمختګ او سيمه ايزو روابطو لپاره بليو اكانومي صلاحيت د ګيم چينجر حېثيت لري۔ده ووئيل بليو اكانومي كښې جهاز سازي٬فشريز٬د تجديد وړ توان ري سائيكلنګ او د ساحلي سېلګرۍ پراخه موقعې موجود دي۔ده ووئيل كلنه د مال بردارۍ خرڅونه نزدې 7 ارب ډالره دي ٬د پاكستان شپنګ كمپنو او غېر ملكي شپنګ كمپنو ترمينځه صحت منده مقابله پېدا كول پكاردي۔ده ووئيل جاپان څخه مونږ له د زده كړې ضرروت دے چا چې د ګڼ شمېر چېلنجونو باوجود د خپل پرعزم غبرګون د لارې خپل سباؤن ټاكلے او د جغرافيائي مسئلو او محدود وسائلو باوجود جاپان د جديد بندرځايونو انفراسټركچر٬جديد جهاز سازۍ او سمندري وسائلو د لارې نړيوال بحري مركز جوړ ګرځېدلے ۔په دې موقع د سمندري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري دستورې ته خطاب كولو سره ووئيل دا كنفرنس تجارتي روابط او سرمايه كارۍ په اړه د اهميت وړ دے۔د ترقۍ په عمل كښې د بليو اكانومي مهم كردار نظرانداز كېولې نه شو۔ ده ووئېل پاكستان د ځاڼګرې جغرافيائي محل وقوع له امله زړه راښكونكے هېواد دے٬د بليو اكانومي ودې ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي ٬ تر كال 2047 د 100 ارب ډالره بليو اكانومي زمونږ هدف دے۔