په بجټ كښې د كر كېلې پشمول د نورو څانګو پرمختګ له ګامونه اغستل پكار دي ، سینیټر فیصل واوډا

اسلام آباد۔16جون (اے پي پي)سینیټر فیصل واوډا وئېلې دي په بجټ كښې د كر كېلې پشمول د نورو څانګو ترقۍ له ګامونه اغستل پكار دي ۔ د ګږ په ورځ د سېنېټ غونډه كښې په بجټ بحث كښې ووئېل د كر كېلې بحالۍ ته د پام لرنې ضرورت دے۔ د درآمدات په حقله پالیسۍ جوړولو كښې د کرنسۍ بيعې مستحکمې په ساتلو دې هم غور وكړے شي ۔ ده ووئېل …

اسلام آباد۔16جون (اے پي پي)سینیټر فیصل واوډا وئېلې دي په بجټ كښې د كر كېلې پشمول د نورو څانګو ترقۍ له ګامونه اغستل پكار دي ۔ د ګږ په ورځ د سېنېټ غونډه كښې په بجټ بحث كښې ووئېل د كر كېلې بحالۍ ته د پام لرنې ضرورت دے۔ د درآمدات په حقله پالیسۍ جوړولو كښې د کرنسۍ بيعې مستحکمې په ساتلو دې هم غور وكړے شي ۔ ده ووئېل په بجټ كښې د پنشن اغستونكو مسائل دې حل کړے شي ۔پراپرټي ټیکس دې ختم كړے شي، دستاویزي معیشت ته دې پام لرنه وكړې شي۔ د کاروباري كسانو ځورونې په ځائے دې هغوي له تحفظ وركړے شي۔ په دې مهال سینیټرز عطاء الرحمن، دوست محمد خان او مولانا عبدالواسع هم په بحث كښې برخه واغسته۔

مزید خبریں