
اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي په ايران كښې د موجودو پاكستانو زده كوٶنكو او زيارت كوٶنكو تحفظ لپاره حكومت فعاله دے۔ د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د خبرو په مهال سينېټر اسحاق ډار ووئيل د ايران او امريكا ترمېنځه خبرې روانې وې چې پكښې پاكستان هم د يو ذمه وار ثالت په توګه شامل ٶ٬ په روم او مسقط كښې خبرې كېدلې، د جون په 16مه نيټه هم ملاقات كېدونكے ٶ خو په 13 جون ناڅاپه صورتحال خراب كړے شو٬ د ايران خارجه وزير په دې پاكستان په اعتماد كښې واخست او د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې يې د پاكستان د كردار ستائنه وكړه۔ ده ووئيل په ايران كښې د موجودو پاكستانو زده كوٶنكو او زيارت كوٶنكو تحفظ لپاره حكومت فعاله دے٬ نن به 51 پاكستاني زده كوٶنكي هېواد ته راورسي، د 500 زيارت كوونكو د راستنېدو عمل هم روان دے ٬ ده ووئېل د ايران حاجيان به په ويزه وركولو كراچۍ ته منتقل كولې شي ۔ ده د سعودي پرېكړې حواله هم وركړه چې هلته د 20 زره حاجيانو د موجوده تاٶ تريخوالي په صورتحال كښې د ايسارېدو پرېكړه شوې ده۔ اسحاق ډار په سختۍ سره د دې خبرونو تريدد وكړو كوم چې د ايران يو جنرال سره تړلے شوے چې پكښې وئيلي شوي چې كه په ايران اتومي بريد وشو نو پاكستان به په اسرائيل ځوابي بريد كوي٬ ده ووئيل دا دروغ دي٬ دغسې د اسرائيل وزيراعظم نيتن ياهو د پاکستان په حقله د خپلې وېډيو په اړه واضحه كړې چې ھغه د كال 2011 پخوانۍ ويډيو ده كومه چې په اوسني سياق كښې په ناسم ډول وړاندې كېږي۔ اسحاق ډار ووئيل مونږ هند ته بشپړ ځواب وركړے خو دې سره مو د يو ذمه وار رياست ثبوت هم وړاندې كړے، پاکستان نه يوازې خپلې دفاع لپاره چمتو دے بلكې په منطقه كښې امن او استحكام لپاره به هر ډول ممكن كردار لوبوي۔ په دې موقع په سينټ كښې د مخالفې ډلې مشر شبلي فراز ووئيل اتومي پاكستان د نړۍ په سترګو كښې غږېږي مونږ له هر وخت چمتو پاتې كېدل پكار دي۔