
اسلام آباد۔16جون (اے پي پي) په قامي اسمبلۍ كښې د مالي كال 26-2025 په بجټ بحث كښې د وحدت المسلمين غړي حميد حسېن د پاك و هند جنګ په مهال پاك پوځ ته په كاميابۍ مباركي وركولو سره ووئيل ايران د اسلامي نړۍ دښمنانانو ته سترګې ښودلي ٬ اوس ھغوي په پښو پرېوځي او د ډز بندۍ وړاندېزونه كوي۔د ګل په ورځ د مالي كال 26-2025 په بجټ بحث كښې ده ووئيل پاكستان چې په كوم څېر د ايران مننه كړې او د ھغوي ئي ملګرتيا كړې په دې د حكومت مننه كوٶ۔ په بجټ بحث كښې ده ووئيل د پارا چنار سړك دې پرانستلے شي هلته اولس مسئلو سره مخ دے٬ ده ووئېل سمندر پورې پاكستانيان معقول ترسيلات زر رالېږي٬ زمونږ د سيمې خلق ډي پورټ كېږي٬ هغوي په هوائي مېدان ګرفتارېږي٬ دا مسئله دې حل كړې شي۔ ده ووئيل چې په كرمه كښې دې دانش سكول جوړ كړے شي۔