
اسلام آباد۔15جون (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سېکرټرېټ په ميډيا د ګردش كوؤنكو خبرونو په تناظر كښې سپيناوې كړې دې چې د چيف اليكشن كمشنر او دوه غړو تعيناتۍ سره په اړوندو آئيني غوښتنو او پارليماني تګلاره بشپړه عملدرآمد كولے شي٬ په دې اړه د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق لخوا د مخالفې ډلې مشر عمر ايوب د وروستي خط په باقاعده توګه ځواب هم وركړے شوے دے۔ د اتوار په ورځ دې ځايې څخه په جاري كړې شوي پرېس ريليز كښې د قامي اسمبلۍ وياند ووئيل سپيكر د مخالفې ډلې مشر ته دا خبره په ګوته كړې ده چې په دې ټول عمل كښې اولنے قدم د وزيراعظم او د مخالفې ډلې مشر ترمينځه مشاورت دے۔ وياند ووئيل چې د وزیراعظم لخوا به په باضابطه توګه د قامي اسمبلۍ سپيكر ته خواست كيږي چې هغه پارليماني مشرانو څخه د پارليماني كمېټۍ د غړو نامې طلب كړي۔ دې څخه وروستو به سپيكر ټولو پارليماني لارښودو ته مراسله لېږي او هغوي څخه به نامې غواړي۔ وياند ووئيل د مخالفې ډلې مشر عمر ايوب خان په خپل خط كښې غوښتنه كړې وه چې چیف الېکشن کمشنر او د الېكشن كمېشن دوه غړو تعيناتۍ لپاره دې په سمدستي توګه پارليماني كمېټۍ جوړه كړی شي۔ د سپيكر په ځواب كښې په دې غوښتنه د بشپړه آئيني تګلارې وضاحت وكړے شو۔ وياند په دې موقعه د قامي اسمبلۍ سپيكر لخوا د لېږلي شوي ځوابي خط بشپړ متن هم جاري كړے دے دغسې چې اولس او ميډيا حقائقو څخه خبر وساتلے شي او د بې بنسټه ډنډورو مخنيوي وكړې شي۔