
اسلام آباد۔15جون(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ مشرانو سره د ناوړه سلوك (استحصال) په اړه د اولسي شعور بېدارولو نړيوالې ورځې په موقعه وئيلي دي چې انسان ارتقائي عمل څخه تېرېږي٬ د ژوند ارتقاﺀ انسان يو وارې بيا ماشوموالي پلو ټېله كوي٬ مشرانو ته دې عزت وركړے شي ٬ هغوي ته دې د ژوند آسانۍ وركړې شي٬ حكومت او پاكستانۍ ټولنه خپل روايات په ځايې ساتلو سره د مشرانو احترام كوي او دوئي ته د ژوند آسانۍ وركول مونږ خپل فرض ګڼؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده مشرانو سره د ناوړه سلوك په اړه د اولسي شعور بېدارولو نړيوالې ورځې په موقعه خپل يو وېډيو پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل انسان ارتقائي عمل څخه تېرېږي۔ ده ووئيل دا ارتقاﺀ انسان يو وارې بيا ماشوموالي پلو بيايي ٬ هغه خپل ضرورتونه پخپله ترسره كولې نه شي بلكې راتونكې نسل دا كار كوي۔ لكه څنګه چې مشران د كشرانو خيال ساتي دغسې يوه زمانه بيا راشي كشران د مشرانو خيال ساتي او خدمت يۍ كوي۔ اعظم نذیر ووئيل دا ذمه واري يوازې د كومې كورنۍ نه وي بلكې دا د ټولنې كار هم دے٬ دې لپاره به رياست له هم خپلې ذمه وارۍ ترسره كول وي۔ په دې لړ كښې حكومت 60 كاله څخه د زيات عمر وګرو لپاره قانوني تقاضې ترسره كړي دي۔ په دې لړ كښې وفاقي او صوبائي حكومتونو مناسبې قانون سازۍ هم كړي دي۔ ده ووئيل مونږ له به د خپلو مشرانو خيال ساتل وي۔ ده ووئيل ژوندي قامونه خپلو راتلونكو نسلونو لپاره يو سبق پرېږدي كوم چې زمونږ لپاره د لارې د مشال كار كوي دغسې چې زمونږ راتلونكي نسلونه هم زمونږ دغسې خيال وساتي۔