پاك پوځ هند ته ماتې وركولو سره دا ثابته كړه چې ايماني جذبې سره د هر قوت مقابله كولې شوو٬ فيصل كريم كنډي

دھیرکوټ۔15جون(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي چې په لائن آف كنترول كشميري وګړو په اوسني پاك هند جنګ كښې د قربانيو لړۍ روانه ساتلې٬ پاك پوځ هند ته ماتې وركولو سره نړۍ ته باور وركړو چې د كمو وسائلو باوجود ايماني جذبې سره د هر قوت مقابله كولې شؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په دھیر کوټ آزاد کشمیر كښې د پیپلز ګوند پونچھ ډویژنل جنرل سېکرټری راجه مبشر اعجاز لخوا وركړې شوې استقباليې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل پاک۔ هند جنګ كښې پاكستان په كشمير د مذاكراتو په شرط جنګ بندي وكړه۔ بلاول بھټو زرداری نړيوالې ميډيا ته د پاكستان او كشمير مقدمه وړاندې كړه۔ ده ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي پاكستان به ډېر زر د كشمير مقدمه وګټي۔ ده ووئيل زمونږ نه وروستو په صوبه كښې د تحريك انصاف حكومت ؤ كوم چې صوبه يو وارې بيا ترهګرو ته وسپارله او پخپله ريكارډ كرپشن كوي۔ ده ووئيل په كوهستان ضلع د 50 اربه روپو سكېنډل رامخے ته شوے دے٬ دوئي د جوماتونو د سولر پېسې وخوړلې ٬ چيني ٬ اوړه ٬ روغتون هره يوه څانګه لوټ كولې شي۔ ده ووئيل په كشمير كښې راتلونكو ټولټانو كښې د حكومت جوړولو بهترينه موقع ده۔ دې څخه وړاندې چې كله ګورنر دھيركوټ ته ورسېد نو ده ته تود هركلے ووئيلے شو او په ده د ګلونو پاڼې وشيندلې شوې