
اسلام آباد۔15جون(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي چې د خېبر پښتونخوا په شمول په ګرد هيواد كښې د سوشل ميډيا كردار څخه انكار ممكن نه دے ٬ مونږ له به د ځوانانو سوچ بدلولو له په دې ميدان كښې متحرك كيدل وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان پيپلز ګوند ډيجيټل ډلې مركزي غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ په غونډه كښې د پي پي پي د اطلاعاتو سېكرټري ندیم افضل چن، د سندھ سينئر وزير شرجیل انعام میمن، د قامي اسمبلۍ غړې قاسم ګیلانی، سېنېټر ندیم بھټو او د بېلو ډويژنو د ډیجیټل میډیا مشرانو په شمول نورو مشرانو لارښودو ګډون وكړو۔ په برطانیه، کاناډا ، المان ، متحدہ عرب امارات، سعودی عرب، امریکا او د نړۍ په نورو هېوادونو كښې مېشته د پي پي پي ډیجیټل كارمندانو د زوم دلارې په غونډه كښې خپله حاضري باوري كړه۔ ګورنر ووئيل د خېبر پښتونخوا په څير حساسه صوبه كښې اولسي رايې اغېزمن كولو له ډیجیټل میډیا يو لوې هتھيار جوړ شوے دے۔ ده ووئيل د بده مرغه ځينې قوتونه د درغو او فېك نيوز د لارې ځوانان بې لارې كوي۔ ده ووئيل زمونږ فرض دي چې مونږ اولس ته ريښتا ووايؤ او په قامي يوالي اډانه لرونكې بيانيې ته وده وركړؤ۔