د وفاقي محتسب په راپور عملدرآمد سره د بنديانو په حالت كښې به د ښه والي په لړ كښې مثبتې نتيجې ترلاسه شي

APP09-21 ISLAMABAD: June 21 - President Mamnoon Hussain addressing the Wafaqi Mohtasib’s function to provide help for women and children prisoners at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 21 جون (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن په زندانونو كښې د مېرمنو او ماشومانو حالت ښه كولو له د كوټليو اقداماتو په حاجت زور راوړولو سره د وفاقي محتسب د اړخه په دې لړ كښې عملي اقدامات ستائېلي۔ اولس مشر د دې خيالاتو څرګندونه د نهې پھ ورځ په زندانونو كښې مېرمنو او ماشومانو له مرستې وركولو لپاره د وفاقي محتسب كردار په حقله ايوان صدر كښې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ وفاقي محتسب سلمان فاروقي٬د سندھ هائي كورټ پخواني چيف جسټس ناصر اسلم زاهد هم پھ دې موقع موجود وو۔ اولس مشر دا خبره وستائېله چې وفاقي محتسب د عدالت پھ امر زندانونو كښې مېرمنو او ماشومانو خراب حالت ښه كولو له يو كوټلې راپور جوړ كړې۔ده هيله څرګنده كړه چې پھ دې راپور عملدرآمد سره به د بنديوانو حالت كښې د ښه والي په لړ كښې مثبت نتيجې ترلاسه شي۔ده ووئيل پھ زندانونو كښې بند ماشومانو له اخلاقي او مذهبي تعليم وركولو سره د ټولنې ښه وګړي جوړېدے شي دغسې پھ زندانونو كښې مېرمنو له دې هم فني تعليم وركړې شي۔اولس مشر ووئيل كوم هم حكومت په يوازې د ښېګړی كار نه شي كولې۔ده په زندانونو كښې د مېرمنو ماشومانو حالت ښه كولو پھ لړ كښې د نجي ادارو او شتنمندو د ګډون هركلے وكړو۔اولس مشر ووئيل د زكواة روپۍ پھ ښه ډول كارولو سره د دې بنديوانو خوشې كولو له جرمانې وركړی كېدے شي كوم چې د دې استطاعت نه لري۔اولس مشر پھ دې خبره زور راوړو چې كوم هم ګوند په اقدار كښې وي بايد اولسي ښېګړو ته پام لرنه وكړي