اسلام آباد۔15جون(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د پاكستان پيپلز ګوند لارښود سېنېټر طلحه محمود په ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښی د هېواد په سياسي وضعه ٬ په خېبر پښتونخوا كښې د امن و امان په صورتحال ٬ د صوبائي حكومت په ريكارډ ماتونكي كرپشن او د طلحه محمود فاؤنډېشن د خېر ښېګړې كارونو په شمول په نورو اړوندو چارو …
ګورنر فيصل كريم كندي سره د پي پي پي لارښود سينيټر طلحه محمود ملاقات
اسلام آباد۔15جون(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د پاكستان پيپلز ګوند لارښود سېنېټر طلحه محمود په ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښی د هېواد په سياسي وضعه ٬ په خېبر پښتونخوا كښې د امن و امان په صورتحال ٬ د صوبائي حكومت په ريكارډ ماتونكي كرپشن او د طلحه محمود فاؤنډېشن د خېر ښېګړې كارونو په شمول په نورو اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سېنېټر طلحه محمود ووئيل په صوبه كښې ريكارډ كرپشن روان دے ٬ د اولسي نمائندګانو ذاتي اكاؤنټس څخه سركاري رقم برآمد كيږي۔ دواړو لارښودو په دې خبره اتفاق وكړو چې نااهل حكمرانانو څخه صوبه خلاصول زيات ضروري دي ګني هغه تباهي به وشي چې ازاله به يۍ ممكن نه وي۔ په ملاقات كښې د سېنېټ راروانو ټاكنو سره په اړوندو چارو هم مشاورت وكړے شو او يو شمېر مهمې پرېكړې وكړې شوې۔ ګورنر فېصل كريم كندي د چترال په شمول د صوبې په بېلو ضلعو كښې د طلحه محمود فاؤنډېشن د خېر ښیګړې كارونو ستائنه كولو سره ووئيل د هلو ځلو دا دائره بايد لا پراخه كړې شي۔












