خيبر پښتونخوا، د مالي كال 26-2025 بجټ كښې مواصلات او تعميرات لپاره 130 اربه روپۍ بېلې كړې شوې

پېښور ۔ 14 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د راوان مالي كال 26-2025 په بجټ كښې د مواصلات او تعميرات محكمې لپاره 130 اربه روپۍ بېلې كړې شوي دي۔ د صوبائی بجټ دستاوېز له مخې نوښار نورو سيمو سره تړلو لپاره په كابل درياب پل جوړولو له 680 ملینه ٬ په چترال كښې د سېلاب د لاسه د ځپلې شوو سړكونو او پلونو بحالۍ له 689 ملینه ٬ سوات بري كوټ كښې بائي پاس روډ جوړولو له 250 ملینه ٬ چشمه درہ تنګ روډ بحالۍ له 1.2 اربه او په شمالي وزيرستان كښې بنو میرانشاہ، غلام خان روډ پراخا كولو له 9.6 اربه روپۍ اېښودلې شوي دي۔