ګورنر كامران خان ټيسوري سره د ملائيشيا خارجه وزير ملاقات

کراچۍ۔ 14 جون (اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټيسوري سره د ملائيشيا خارجه وزير ايم بن حاجي حسن په مدينه منوره كښې ملاقات وكړو۔ دلته ګورنر هاؤس څخه د جاري شوې اعلاميې له مخې دواړو لارښودو د رسول كريم (ص) روضې مباركې ته حاضري وكړه او په رياض الجنة كښې يۍ نفلونه ادا كړل۔ ابن حاجي حسن او كامران ټېسوري د شاهي مېلما په حېث د حج درناوې ترلاسه كړو۔ د مدينې منورې په روحاني ماحوال كښې د پاكستان او ملائيشيا ترمينځه اړيكو كښې د مينې او عقيدت پړق ښكاره وليدلے شو۔