يو څاڅكې ژوند بچ كولې ٬ د ژوند حق وركولې شي ٬ ګورنر فيصل كريم كنډي

اسلام آباد۔14جون(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د وينې عطيه كولو نړيوالې ورځې په موقعه خپل پېغام كښې وئيلې دي چې يو څاڅكې ژوند بچ كولې شي ٬د كومې مور غېږ له خالي كېدو څخه ساتلې او كوم كوچني ته د ژوند حق وركولې شي۔ ده ووئيل زه هغه ټولو وګړو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كوم كوم چې په رضاكارانه توګه وينه عطيه كولو سره د بشري ځانونو بچ كولو لويه فريضه ترسره كوي۔ ده ووئيل زه ځوانانو ته خواست كوم چې هغوي د بلډ ډونېشن په اهميت ځان پوهه كړي او باقاعدګۍ سره وينه وركول خپله سماجي ذمه واري وګڼي۔ ده ووئيل په ننۍ ورځ به مونږ له دا عهد كول وي چې وينه وركولو سره به نه يوازې دا چې ژوند بچ كوو بلكې يوه صحتمنده ٬ سولييزه او يو بل سره په خواخوږۍ اډانه ټولنه به هم تشكيل كوو۔