
برسلز۔14جون(اے پی پی) د پارليماني پلاوي مشر او د پي پي پي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري وئيلي دي چې پاكستان امن غواړي ٬ جنګ د كومې هم مسئلې حل نه دے۔ پاك هند تاؤ تريخوالي څخه وروستو وزيراعظم شهباز شريف د هندي جارحيت په اړه نړيواله ورورولي خبرولو له يو پلاوې تشكيل كړے دے ٬ هند اوبه د وسلې په توګه كاروي٬ د اوبو بندولو هندي دړكې د پاكستان د پارولو هڅه ده٬ پاكستان د موسمياتي بدلونو چېلنجونو سره مخ پاتے شوے دے٬ د اتومي قوت لرلو باوجود پاك هند تاؤ تريخوالې تندۍ سره مخ په وړاندے لاړو٬ پاكستان په بشپړه مذاكراتو باور لري٬ هند تل له مذاكراتو څخه انكار كړے دے٬ د كشمير مسئلې سولييزه حل لپاره مو په سلامتي كونسل كښې هم خبره كړې٬ په پهلګام پېښه مو هند ته د بې پرې پلټنيو كولو پېشكش وكړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په یورپین پرېس کلب برسلز كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده د پاك هند پنځ ورځني جنګ حواله وركولو سره ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د هندي جارحيت په اړه نړيواله ورورولي خبرولو له يو پلاوې تشكيل كړے دے۔ ده ووئيل پاكستان غواړي چې د شخړې شدت كمولو او په جنګ بندۍ عملدرآمد باوري كولو كښې نړيواله ورورولي خپل كردار ترسره كړي دغسې چې په سوئيلي آسيا كښې امن او استحكام بحال كړے شي۔ ده ووئيل باور لرؤ چې د كشمير مسئلې كوم پوځي حل نشته او نه د ترهګرۍ په شمول كومه هم ستونزه كوم بوځي حل لري۔ ده ووئيل هند په پاكستان جواز نه لرونكے جنګ مسلط كړو۔ هند په پاكستان يو شمېر بريدونه وكړل په كومو كښې چې د براهموس توغندو بريدونه هم شامل وو۔ دا توغندي د اتومي وار هېډز وړلو صلاحيت لري۔ د اوبو د وسلې په توګه د كارولو هندي اقداماتو په اړه بلاول بھټو زرداري ووئيل د هند دا اقدامات د آبي ترهګرۍ په زمره كښې راځي۔ ده ووئيل هندي حكومت د نړيوال قانون خلاف ورزي كولو سره سندھ طاس لوظنامه معطل كړه او دا اقدام د ملګرو ملتونو د چارټر ښكاره خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل سندھ طاس لوظنامه زمونږ اولس لپاره د څښلو ٬ كركيلې او نور ضرورتونه ترسره كولو له د اوبو د شتون يوازينۍ ذريعه ده۔ ده ووئيل پاكستان د موسمياتي بدلونو چېلنجونو سره مخ پاتې شوې دې۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل دا د نړيوالې ورورولۍ اخلاقي ذمه واري ده چې دواړه اړخونو د مذاكراتو مېزر ته راولي۔ دغسې چې د سفارتكارۍ دلارې خپله منځه شخړې ختمې كړې شي۔ ده ووئيل پاكستان تل د مذاكراتو ملاتړ كړے او هند پرله پسې مذاكراتو څخه تېښته كوي كومه چې د هند د منفي اقداماتو عكاسي كوي۔ ده ووئيل د وزيراعظم په شمول هندي مشرتابه تاؤ تريخوالي كښې د كمي په ځاې تل د دې د زياتولو بيانونه وركړې دي۔ ده ووئيل د ثالثۍ تجويز سم دے خو د شخړو بشپړ حل يوازې د مذاكراتو د لارې ممكن دے۔