او آئي سي له به غونډه رابللو سره د اسرائيل په ضد ګډه تګلاره خپلول وي٬ بی ایل اے او نور تنظيمونه د هند ايجنټ دي٬ د كرپشن او ټيكس غلا په ضد به د بنيان مرصوص په څير آپريشن كول وي: د دفاع وزير خواجه آصف

اسلام آباد۔14جون(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي چې د بنیان مرصوص د لارې په ګرده نړۍ كښې د هند جادو له مينځه تلے او هندي واكمن د خپل هېواد دننه رسوا شوي ٬ بي اېل اے او نور تنظيمونه د هند ايجنټ دي٬ معيشت مستحكم شوے او اوس به د كرپشن او ټېكس غلا په ضد د بنيان مرصوص په څير آپرېشن كول وي۔ د خالي په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې په بجټ بحث كښې برخه اخستلو سره د دفاع وزير ووئيل اسرائیل په ايران بريد كړے دے او دا مهال جنګ روان دے٬ ايران زمونږ ورور هېواد دے او ورسره په سوؤنو كاله پخوانۍ خپلولۍ لرؤ۔ اسرائیل یمن، ایران او فلسطین هدف جوړ كړي دي ٬ دا مهال ضروري ده چې د لارښودنې كردار ترسره كړے شي٬ د او آئي سي غونډه دې راوبللې شي او داسې تګلاره دې وضعه كړې شي دغسې چې د اسرائيل په ګډه مقابله وكړې شي۔ ده ووئيل فلسطيني ماشومان ذبح كولې شي٬ د اسلامي هېوادونو په مقابله كښې په غېر اسلامي هېوادونو كښې فلسطين لپاره زيات احتجاجونه كيږي۔ ده ووئيل څو اونۍ وړاندې هندوستان جارحيت وكړو او د هغې يۍ لوے قيمت ادا كړو٬ په كرده نړۍ كښې يۍ جادو ختم شو او هندي واكمن د خپل هېواد دننه رسوا شول۔ ده ووئيل زه د خپلو ځواكونو او اولس لوړو حوصلو ٬ همت او يووالي ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كوم۔ ده ووئيل په ايران د اسرائيل جارحيت روان دے۔ ده ووئيل په اسلامي نړۍ كښې چې چرته هم اسرائيل سره د كوم هېواد اړيكې دي هغه بايد قطع كړې شي۔ د اسرائيل لاسونه د مسلمانانو په وينو رنګ دي۔ پاكستان په خپل دريځ كلك ولاړ دے چې صیهونیت د ګردې اسلامي نړۍ دښمن دے۔ ده ووئيل د دې ايوان وساطت سره ايراني ورونړو خوېندو سره د يووالي څرګندونه كوو٬ مونږ ايران سره يوو ٬ په نړيوال فورمز به د پاكستان او ايران د ګټو تحفظ كوو۔ ده ووئيل د تېر يو كال په مهال چې پاكستان كومې كاميابۍ ترلاسه كړي دي په هغې د خزانې وزير له مباركي وركوم۔ ده ووئيل منفی 2 فیصد څخه زمونږ جی ډی پی 2.7 فیصد شوې ده٬ دا لويه كاميابي ده۔ ده ووئيل باور لرم چې په راتلونكو مياشتو او كلونو كښې به زمونږ معيشت لا ښه شي۔ ده ووئيل د سټاک مارکیټ انډکس يو لك 25 يزره پوائنټس ته رسېدلے دے ٬ دې څخه په معيشت د سرمايه كارانو د باور عكاسي كيږي۔ ده ووئيل بي اېل اے او نور تنظيمونه د هند ايجنټ دي ٬ دوئي په دې زمكه د هند جنګ كوي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ به كه پاك پروردګار ته منظور مونږ ګټؤ۔ ده ووئيل مونږ له به د كرپشن او ټېكس غلا په ضد د بنيان مرصوص په څير آپرېشن كول وي۔ ده ووئيل مونږ ته ويره ده چې هند به اوبه بندې كړي ٬ هند اوبه د وسلې په توګه كاروي ٬ مونږ له به د اوبو نوې ذخيرې جوړول وي۔