د بلاول بھټو زرداري په مشرۍ كښې د پاكستاني پلاوي د اروپائي ائتلاف مهمو شخصياتو سره ملاقات

برسلز 13جون(اے پی پی) د پخواني خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په مشرۍ كښې پاكستان پلاوي د اروپائي ائتلاف مهمو شخصياتو سره په ملاقاتونو كښې هغوي د پاكستان د پرله پسې تحمل په رويه٬ذمه وارۍ او اصولو د اډانه لرونكې مكالمې نقطه نظر څخه خبر كړي۔ پلاوي د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د جمو او كشمير او نورو ټولو شخړو امن ناكه حل له د پاكستان د اصولي عزم پخلې وكړو۔ د جمعې په ورځ برسلز كښې د پاكستان سفارتخانې لخوا جاري شوي بيان له مخې د قامي اسمبلۍ غړي او پخواني خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په مشرۍ كښې د پاكستان د اعلٰی كچې پارليمانې پلاوي د برسلز خپله دوره پېل كړې چې پكښې د سيمه ايزې سلامتيا په اړه د پاكستان اندېښنو او د هندي جارحيت په مهال د اوسني خلاف ورزو اصولي ردعمل ته پام لرنه شوې۔ پلاوي اروپائي پارليمان كښې د نړيوال تجارت كمېټۍ مشر برنډ لينج سره ملاقات كړې۔بلاول بهټو زرداري هغه د سيمه ايزې سلامتيا صورتحال په حقله خبر كړو۔په غونډه كښې د جي ايس پي پلس فريم ورك ترمخه د پاكستان د مصروفياتو هم احاطه وكړې شوه۔بلاول بهټو زرداري د اروپائي ائتلاف سره تعميري خبرو اترو او شريك ګټور تجارت لپاره د پاكستان په عزم زور راوړو۔