سپيكر سردار اياز صادق د ايران په ضد د اسرائيلي جارحيت غندنه وكړه

اسلام آباد۔13جون(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د ايران په ضد د اسرائيلي جارحيت غندنه كولو سره وئيلي دي چې د اسرائيل جارحيت د ايران په خپلواكۍ بريد دے۔ د جمعې په ورځ د غندنې په خپل بيان كښې ده ووئيل چې ملګري ملتونه دې په ايران د اسرائيلي جارحيت نوټس واخلي۔ايران ته د ملګرو ملتونو آرټيكل 51 ترمخه د دفاع بشپړه حق ترلاسه دے۔د پاكستان پارليمان او اولس د ايران اولس سره د بشپړه يو والي څرګندونه كوي٬د اسرائيل اقدام سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره خطر دے٬نړيواله ورورولي دې د نړيوالو قوانينو د خلاف ورزۍ نوټس واخلي۔