
اسلام آباد۔13جون(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د ايران په ضد د اسرائيلي جارحيت سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې اسرائيلي عسكري بريدونه د ايران د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا ښكاره خلاف ورزي ده۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ووئيل چې دا بريدونه د ملګرو ملتونو د چارټر او د نړيوال قانون د بنيادي اصولو ښكاره خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل زه د بريد په نتيجه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د ايران اولس سره د ژورې خواخوږۍ څرګندونه كوم۔ صدر مملکت ووئيل چې نړيواله ورورولي او ملګري ملتونه دې د جارح احتساب وكړي او د صورتحال لا ناوړه كېدو مخه نيولو له دې فوري كارروائي وكړي۔