د پاكستان د ايران په ضد د اسرائيلي جارحيت غندنه

اسلام آباد۔13جون(اے پی پی) پاکستان د اسلامي جمهوريه ايران په ضد د اسرائيل د جواز نه لرونكي او ناجائز جارحيت سخته غندنه كړې ده۔ د خارجه دفتر لخوا د جمعې په ورځ په جاري كړې شوي بيان كښې وئيلې شوي چې اسرائيلي پوځي بريدونه د اسلامي جمهوريه ايران د خپلواكۍ ٬ سيمه ايزې سلامتيا ٬ د ملګرو ملتونو د چارټر او د نړيوالو قوانينو د بنيادي اصولو ښكاره خلاف ورزي ده۔ د ملګرو ملتونو د چارټر آرټيكل 51 له مخې ايران د خپلې دفاع حق لري۔ وياند وئيلي چې پاكستان د يووالي عزم سره د ايراني اولس ترڅنګ ولاړ دے او په ښكاره توګه د دې پارونكې كارروايۍ غندنه كوي كومه چې ټولې منطقې او دې څخه بهر امن ٬ سلامتيا او استحكام لپاره سنګينه خطره ده او سنګين مضمرات لري۔ په بيان كښې دا هم وئيلې شوي دي چې دا د نړيوالې ورورولۍ او ملګرو ملګرو ملتونو ذمه واري ده چې هغه د نړيوالو قوانينو رعايت باوري كولو سره د دې جارحيت په سمدستي توګه مخه ونيسي او جارح د دې كارروائيو ځواب وركوؤنكے وګرځوي۔