اسلام آباد، پېنډۍ، پوټھوهار او بره پنجاب كښې د 13 نه تر 16 جون د باران سره د طوفان امكان دے۔ اين ډي ايم اے

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ (اېن ډي اېم اے) وئيلي دي چې اسلام آباد، پېنډۍ، پوټھوهار او بره پنجاب كښې د 13 نه تر 16 جون د باران او طوفان امكان دے ۔ د اېن ډي اېم اے نيشنل ايمرجنسي آپريشن سينټر لخوا د جاري بيان له مخئ اولس ته د احتياطي تدبيرونو اختيارولو او د اېن ډي اېم اے د اېپ د لارې د اپ ډيټ پاتې كېدو تاكيد كړے دے٬ په دې موقع د پنجاب نورو سيمو٬ خېبر پښتونخوا، سندھ، بلوچستان، ګلګت بلتستان په ځېنې سيمو او آزاد کشمير كښې د سختۍ ګرمۍ امكان دے٬ په خېبرپښتونخوا كښې د ګرم موسم امكان دے خو چترال، دير، هري پور، کرك، کوهاټ، کوهستان، خېبر، کرم، مانسهره، مومند، نوښار، مالاکنډ، چارسده، ايبټ آباد، بنو، بونېر، پېښور، صوابۍ، وزيرستان او شا اوخوا سيمو كښې زول طوفان سره د باران ورېدو امكان دے ٬ په سندھ او بلوچستان كښې هم د ګرم موسم پېشن ګوئي شوې ده٬ ګلګت بلتستان او آزاد جمو و کشمير كښې هم د ګرم موسم امكان دې خو په استور، سکردو، هنزه، شګر، باغ او وادي نيلم سيمو كښې ځېنې ځېنې ځايونو كښې د باران ورېدو پېشن ګوئي شوې ده۔