د خارجه وزارت ترسېوري لاندې د مينګو فيسټيول تابيا

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) خارجه وزارت د زيارت په ورځ د مېنګو فېسټيول اهتمام كړې چې پكښې د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د خاص مېلمه په توګه ګډون كړې٬ په دې موقع په پاكستان كښې تعينات غېر ملكي سفيران او د ھغوي كورنو پشمول د خارجه وزارت لوړ پوري هم موجود وو۔ د فېسټيول په مهال د ګډون كوٶنكو د پاكستان د روايتي رنګ رنګ امونو سره مېلمستيا وكړې شوه۔ په فيسټيول كښې د بېلا بېلو سفارتونو لخوا د خوراك سټالز هم لګولې شوې وو۔ خارجه سيكرټري آمنه بلوچ او د سرينه هوټل سي اي او عزيز بولاني هم په مينګو فيسټيول كښېي ګډون كړې او ګډون كوٶنكو ته ئې وېنا هم كړې