وفاقي وزير مصطفی كمال د پولي كلينك هسپتال د پراختيا منصوبې دوره وكړه

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير مصطفي كمال وئيلي دي چې اسلام آباد ميټروپوليټن ښار دے چرته چې سول آبادي په تندۍ سره زياتېږي٬ د اسلام آباد په روغتونونو د رنځورانو رش ورځ په ورځ زياتېږي، د روغتون جوړېدو سره به نه يوازې د اسلام آباد بلكه شا اوخوا كښې وګرو ته هم ګټه ورسي۔ وفاقي وزير دا خبره د جي اليون تھري پولي كلينك هسپتال جوړېدونكې د پراختيا منصوبې دورې په مهال كړې۔ په دې موقع وفاقي وزير ته د انفراسټركچر ډويلپمنټ اتهارټي پراجېكټ ډائرېكټر په دې لړ كښې بريفنګ هم وركړو