په لوے اختر كښې مثالي صفائي د سي ډي اے د افسرانو او عملے د محنت او د وګړو د مرستې نتيجه ده٬ په اپرېشن كښې برخه اخستونكې ټولو ملازمينو ته به يوه بنيادي تنخواه د انعام په توګه وركولې شي: وفاقي وزير محسن نقوي

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې په اسلام آباد كښې د لوي اختر مثالي صفائي د سي ډي اے د افسرانو او عملے د محنت او د وګړو د مرستې نتيجه ده٬ په اپرېشن كښې برخه اخستونكې ټولو ملازمينو له د يو بنيادي تنخواه او په ډېلي وېجز كار كوٶنكو سينيټري ورکرز لپاره د 15 زره روپۍ سړي سر …

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې په اسلام آباد كښې د لوي اختر مثالي صفائي د سي ډي اے د افسرانو او عملے د محنت او د وګړو د مرستې نتيجه ده٬ په اپرېشن كښې برخه اخستونكې ټولو ملازمينو له د يو بنيادي تنخواه او په ډېلي وېجز كار كوٶنكو سينيټري ورکرز لپاره د 15 زره روپۍ سړي سر اعلان كوم٬ مونږ ټولو له په ګډه اسلام آباد د نړيوال معيار ښار جوړول دي۔ دا خبرې ده د لوي اختر په موقع د سي ډي اے وظيفه ترسره كوٶنكو سينټري ورکرز په اعزاز كښې خاص دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل په سخت محنت سينټري ورکرز ته پېرزوئنې وړاندې كوي۔ په دې موقع د سي ډي اے چيئرمېن محمد علي رندھاوا، ډپټي کمشنر، اسسټنټ کمشنرز او د فيلډ ډلو له هم مباركي وركړه چا چې د لوي اختر د رخصتۍ په مهال د دې اپرېشن نګراني كړې۔ محسن نقوي ووئيل په دريو ورځو كښې اسلام آباد ښار او كليوالو سيمو څخه 2400 ټن د قربانۍ باقيات اوچت كړې شوې دي٬ په وړومبي ځل د ډرون كېمرو د لارې د صفائۍ اپرېشن نګراني شوې٬ د قربانۍ د باقياتو په پورته كولو كښې 2500 وركرز او 250 ګاډو برخه اخستې۔ داخله وزير ووئيل چې سي ډي اے، اېم سي آئي ، ضلعي انتظاميه، اسلام آباد پوليس، سېف سټي او ټريفک پوليس ډېر محنت سره وظيفه ترسره كړې او ټولو محكمو همغږۍ سره كار كړې او د اداره جاتي تفريق نه پرته يوازې اولسي خدمت له ترجيح وركړې شوې په دې ټولو ډلو ته پېرزوئنې وړاندې كوم۔ په دې موقع د سي ډي اے چئيرمېن محمد علي رندھاوا د وېنا په مهال د فيلډ ډلو مننه وكړه۔ په دستوره كښې داخله سيکرټري خرم آغا، د سي ډي اے چيئرمېن محمد علي رندھاوا، د اسلام آباد پوليس آئي جي علي ناصر رضوي، ډي سي عرفان ميمن، ډي جي سېف سټي او اړوند چارواكو ګډون كړې

مزید خبریں