کوئټه 12 جون (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي سينيټر احمد خان خلجي سره د كوئټه ريلوے سټېشن تفصيلي دورہ وكړه۔ په دې موقع د ريلوے وفاقي وزير پېښور ته روان د جعفر ايکسپريس مسافرو سره ملاقات وكړو او د هغوي څخه ئې د مسئلو پوښتنه وكړه۔ د كوئټه ريلوے ډويژن ډي اېس عمران حيات خان وفاقي وزير حنيف عباسي له تفصيلي بريفنګ وركړو۔ وفاقي وزير د …
د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي سينيټر احمد خان خلجي سره د كوئټه ريلوے سټېشن دوره
کوئټه 12 جون (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي سينيټر احمد خان خلجي سره د كوئټه ريلوے سټېشن تفصيلي دورہ وكړه۔ په دې موقع د ريلوے وفاقي وزير پېښور ته روان د جعفر ايکسپريس مسافرو سره ملاقات وكړو او د هغوي څخه ئې د مسئلو پوښتنه وكړه۔ د كوئټه ريلوے ډويژن ډي اېس عمران حيات خان وفاقي وزير حنيف عباسي له تفصيلي بريفنګ وركړو۔ وفاقي وزير د کوئټه ريلوے سټېشن كښې نوي لګولې شوي 29 جديد سي سي ټي وي کيمرو کنټرول روم او ريلوے آفيسر کلب كښې د جم سينټر پرانسته وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزير حنيف عباسي ووئيل پاکستان ريلوے مسافرو له هر ممکن آسانۍ وركولو له لوظي دے۔ وفاقي وزير په کوئټه ريلوے اسټېشن د بزنس کلاس ويټنګ روم د عامو مسافرو لپاره هم د استعمالولو احکامات جاري کړل۔ وفاقي وزير په کوئټه ريلوے اسټېشن په ښه انتظامات کولو د ريلوے ډي اېس عمران حيات خان او د هغه د ټولي ډلي کارکردګي وستائله۔ وفاقي وزير مچھ كښې د ترهګرۍ پېښه كښې شهيد شوي کانسټيبل فيصل مور له د 50 لكه روپو چيك هم وركړو












