پاكستان برسلز كښې د هندي خارجه وزير غېر مسؤولانه بيان سختۍ سره رد كړو ٬هند بايد د خپل اوسني جارحانه اقداماتو جواز لپاره ګمراه كونكې بيانيې څخه ډډه وكړي۔د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 11جون(اے پی پی) پاكستان برسلز كښې د هند خارجه وزير غېر ذمه واره بيان په سختۍ سره رد كولو كښې وئېلي دي د اعلٰی سفارتكارو د خبرو اترو مقصد جنګ زياتول نه بلكې امن او همغږۍ ته وده وركول پكار دي۔د خارجه دفتر وياند د شورو په ورځ جاري بيان كښې ووئېل د هند خارجه وزير لب او لهجه د دې چوكۍ وقار له مخې پكار ده۔ده ووئيل …

اسلام آباد 11جون(اے پی پی) پاكستان برسلز كښې د هند خارجه وزير غېر ذمه واره بيان په سختۍ سره رد كولو كښې وئېلي دي د اعلٰی سفارتكارو د خبرو اترو مقصد جنګ زياتول نه بلكې امن او همغږۍ ته وده وركول پكار دي۔د خارجه دفتر وياند د شورو په ورځ جاري بيان كښې ووئېل د هند خارجه وزير لب او لهجه د دې چوكۍ وقار له مخې پكار ده۔ده ووئيل د تېرو څو كلونو څخه هند د مظلوميت فرضي داستان د لارې نړيواله ورورولي ګمراه كولو له ناوړه كمپائن كښې بوښت دے٬خو هند پرله پسې د پاكستان د دښمنانو د ترهه ګرۍ مرسته كول پټولل نه شي او نه هند په غېر قانوني توګه جمو او كشمير كښې په رياستي ظلمونو پرده اچولې شي۔بيان كښې ووئېل شول هند دې خپل اوسنې جارحانه اقدامات ته جواز وركولو لپاره د ګمراه كونكې بيانيې څخه ډډه وكړي۔ده ووئيل پاكستان په امن٬خبرو اترو او سفارتكارۍ باور لري۔

مزید خبریں