برسلز 11جون(اے پی پی) د پاكستان اعلٰی كچ پارليماني پلاوې د پخواني خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په مشرۍ كښې د واشنګټن٬نيويارك او لندن كاميابه دورو نه پس د اروپائي ائتلاف پايه تخت برسلز ته رسېدلے دے ۔برسلز ته په رسېدو اروپائي ائتلاف٬بيلجيئم او لکسمبرګ لپاره د پاكستان سفير رحيم حيات قرېشي او د سفارتخانې افسرانو د پلاوي تود هركلے وكړو۔د شورو په ورځ د سفارتخانې لخوا جاري شوي بيان …
پارليماني پلاوې د بلاول بهټو زرداري په مشرۍ كښې برسلز ته ورسېد ٬ د پاكستاني سفير او سفارتي عملې لخوا تود هركلے
برسلز 11جون(اے پی پی) د پاكستان اعلٰی كچ پارليماني پلاوې د پخواني خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په مشرۍ كښې د واشنګټن٬نيويارك او لندن كاميابه دورو نه پس د اروپائي ائتلاف پايه تخت برسلز ته رسېدلے دے ۔برسلز ته په رسېدو اروپائي ائتلاف٬بيلجيئم او لکسمبرګ لپاره د پاكستان سفير رحيم حيات قرېشي او د سفارتخانې افسرانو د پلاوي تود هركلے وكړو۔د شورو په ورځ د سفارتخانې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف لخوا مقرر كړې شوي د اعلٰی كچ پارليماني پلاوي دورې مقصد هند سره په اوسني تاؤ تريخوالي د پاكستان دريځ وړاندې كول او د جمو كشمير مسئلې د حل اهميت د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو او كشميري اولس خواهشات له مخې رامخې ته كول دي۔ د پلاوي په نورو غړو كښې د ماحوليات بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك٬ د ماحولياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ د سينيټ قائمه كمېټۍ چيئرپرسن او د اطلاعات او ماحولياتي بدلون پخوانۍ وزيره سينيټر شيري رحمان٬د خارجه چارو د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ چيئرپرسن او پخوانۍ خارجه وزيره حنا رباني كهر٬د تجارت ٬دفاع او خارجه چارو پخوانے وزير انجينئر خرم دستګير خان٬په سينيټ كښې د ايم كيو ايم پارليماني مشر او د سمندري چارو پخوانے وزير سينيټر سيد فيصل علي سبزواري شامل دي۔پلاوې به د برسلز خپلې دورې په مهال د اروپائي ائتلاف او بيلجيئم اعلٰی چارواكو سره ملاقاتونه هم كوي۔












