اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ په مشرۍ كښې د اېف بي آر د ريويو کميټۍ مهمه غونډه وشوه چې پكښې د اېف بي ار د جاري قانوني کارروائيو او په مقدمو د پېشرفت جاج واخستلے شو۔ د قانون او انصاف وزارت وياند له مخې په غونډه كښې د وزيراعظم هدايات له مخې په ترجيحي بنيادونو په شوو پرېكړو د پېشرفت …
د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ په مشرۍ كښې د اېف بي آر د ريويو کميټۍ غونډه
اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ په مشرۍ كښې د اېف بي آر د ريويو کميټۍ مهمه غونډه وشوه چې پكښې د اېف بي ار د جاري قانوني کارروائيو او په مقدمو د پېشرفت جاج واخستلے شو۔ د قانون او انصاف وزارت وياند له مخې په غونډه كښې د وزيراعظم هدايات له مخې په ترجيحي بنيادونو په شوو پرېكړو د پېشرفت رپورټ وړاندې كړے شو۔ د قانون وزير اېف بي آر او اړوندې قانوني ډلې ته د راتلونكې لائحې پحقله مهم هدايات جاري كړل دغسې چې د ريونيو په اړه مقدمات په موثره ډول منطقي انجام ته ورسولې شي۔ غونډې ته ووئيل شول د اټارني جنرل دفتر د اېف بي آر د ليګل ونګ پرله پسې قانوني معاونت كوي چې په زړه پورې نتيجې ئې رامخئ ته كېږي٬ د تېرو دريو مياشتو په مهال په اېف بي آر كښې په بېلا بېلو مقدمو كښې نزدې 112 اربه روپۍ ريکوري ممکن شوې كومه چې يو لويي پېشرفت دے۔ په دې موقع د راتلونكي مالي كال په بجټ كښې په شاملېدونكو ممكنه قانوني تجويزونو هم تفصيلي غور وشو۔ د قانون وزير هيله څرګنده كړه چې دې اقدامات سره به نه يوازې په قانوني نظام كښې بهتري راشي بلكې مالياتي استحکام له به هم مرسته تر لاسه شي












